د ایران د سپاهپاسداران یو قومندان حمید مازندراني د الوتکې د لوېدو پېښه کې ژوند بایللی.
د ایران تسنیم خبري اژانس لیکلي، چې دا الوتکه نن د دغه هېواد په سویل کې لوېدلې.
په پېښه کې له نوموړي سره د الوتکې یو خدمتګار هم وژل شوی دی.
د یادونې ده چې مازندراني په ګلستان کې د سپاه پاسداران د یوې قطعې قومندان وو.

