د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته بېرته لوړې شوې دي.
ټرمپ ویلي چې د ایران پر وړاندې د بندیزونو د کمولو لپاره چمتو نه دی، چې له دې سره د منځني ختیځ د تېلو د عرضې په اړه اندېښنې زیاتې شوې او د تېلو بیې پورته شوې.
د برېنټ خامو تېلو بیه له یو ډالر ډېره لوړه شوې او هر بېرل یې ۱۰۳.۷۳ ډالرو ته رسېدلی او امریکایي خام تېل ۸۹.۷۲ ډالرو ته پورته شوي دي.
د بازارونو د معلوماتو له مخې، برېنټ تېل په روانه میاشت کې د نږدې ۱۴ سلنې زیاتوالي په حال کې دي چې د تېرو څو میاشتو تر ټولو لوی لوړوالی ګڼل کېږي.

