د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال امیر حاتمي د هرمز تنګي په اړه خبرداری ورکړی چې که ایران له دې ستراتیژیکې سمندري لارې سوداګري ونه شي کولای، نو په وینا یې هېڅوک به هم ونه شي کولای چې له دې لارې سوداګري او عادي فعالیت وکړي.
حاتمي ویلي، «د هرمز تنګی زموږ د وقار او عزت تنګی دی» او که د ایران خلک له دې لارې له سوداګرۍ محروم وي نو اجازه به ورنه کړي چې د دغه هېواد دښمنان هو له دې مهمې سوداګریزې لارې ګټه واخلي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه امریکا د ایران وړاندیز رد کړ.د

