د عمان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د هرمز تنګي د امنیت، سیمهییزو بدلونونو او د ترینګلتیاوو د کمولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دا خبرې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په څنډه کې په نیویارک کې ترسره کړې دي.
د عمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې لیدنه کې د باور جوړونې، ډیپلوماټیکو هڅو او د پاتې مسایلو د حل ترڅنګ، د هرمز تنګي له لارې د خوندي او ازاد تګ راتګ د تضمین په اړه هم بحث شوی دی.
د دواړو هېوادونو چارواکو ټینګار کړی چې د هرمز تنګي د تګ راتګ دوام د نړیوال تجارت او د انرژۍ د اکمالاتو لپاره مهم دی.

