سه شنبه, سپتمبر 29, 2026
Homeامنیتسعودي- ترکیه او پاکستان د حوثي وسله‌والو له بریدونو وروسته بېړنۍ پوځي...

سعودي- ترکیه او پاکستان د حوثي وسله‌والو له بریدونو وروسته بېړنۍ پوځي غونډه کوي

سعودي عربستان، ترکیه او پاکستان د یمن د حوثي وسله‌والو له بریدونو وروسته د درې اړخیز دفاعي تړون له مخې د پوځ د مشرانو د یوې بېړنۍ غونډې لپاره چمتووالی نیسي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د مکې ګډ دفاعي تړون په چوکاټ کې خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې د سعودي عربستان پر مکه او نورو ملکي او اقتصادي تاسیساتو د بریدونو غندنه شوې او د دغه هېواد د ځان‌دفاع د حق ملاتړ شوی دی.

د سعودي وزارت ویلي، د پوځ د مشرانو راتلونکې بېړنۍ غونډه به د دې لپاره وي چې د مکې ګډ دفاعي تړون له مخې له سعودي عربستان سره د ملاتړ لارې چارې وڅېړل شي.

دغه تړون وايي، پر یوه غړي هېواد برید د ټولو غړو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې حوثیانو په وروستیو ورځو کې پر سعودي عربستان د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. د سعودي چارواکو ویلي چې ځینې بریدونه یې شنډ کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here