پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeافغانستاند تېر کال له حوت میاشتې راهیسې؛طالبانو د پنجشېر د ولایتي شورا...

د تېر کال له حوت میاشتې راهیسې؛طالبانو د پنجشېر د ولایتي شورا پخوانی رییس عبدالکبیر عباسي نیولی

د طالبانو حکومت د تېر کال د حوت له میاشتې راهیسې د پنجشېر د ولایتي شورا پخوانی رییس عبدالکبیر عباسي نیولی دی.

یوې باوري سرچینې حماسه ته ویلي، چې نوموړی د کابل په شهرنو کې نیول شوی او پنځه میاشتې وړاندې په ۱۲ کاله بند محکوم شو.

ویل کېږي، چې هغه درې میاشتې په ریاست چهل، یوه میاشت په پلچرخي کې تېره او اوس مهال په بګرام کې بندي دی.

د هغه خپلوان هم مني چې نوموړی طالبانو نیولی او زیاتوي چې پر ده یوازې د وسلو د لرلو تور و.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here