چهارشنبه, سپتمبر 23, 2026
Homeافغانستاند پاکستاني فعالانو ادعا؛ د پاکستان هوایي دفاعي سېسټم له افغانستانه راغلي...

د پاکستاني فعالانو ادعا؛ د پاکستان هوایي دفاعي سېسټم له افغانستانه راغلي ۸ ډرونونه وېشتلي

یو شمېر پاکستاني خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو خبر ورکړی چې د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو د چهارشنبې په ورځ اته ډرونونه چې په وینا یې، له افغانستانه د پاکستان هوايي حریم ته داخل شوي وو، ویشتلي دي.

د دوی په وینا، څلور ډرونونه د تورخم پولې ته څېرمه او څلور نور د کوهاټ اړوند غرنیو سیمو کې له منځه وړل شوي دي.

پاکستانيان ادعا کوي چې ډرونونه تر خپلو ټاکل شویو هدفونو له رسېدو مخکې د پاکستان پوځ او هوايي ځواک له لوري شنډ شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د افغانستان له لوري د ډرونونو ادعا رد کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here