د الجزیرې د راپور له مخې، دا نادره ناسته د واشنګټن په غوښتنه ترسره شوې وه، څو تهران خپل شرایط له امریکا سره شریک کړي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو موضوع هم په کې شامله وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم خبریالانو ته ویلي چې د دواړو هېوادونو د استازو بله ناسته به «په ډېر نږدې راتلونکي» کې ترسره شي.
تر اوسه د دې لیدنې د جزییاتو په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي، خو دا ناسته د ایران او امریکا ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا هڅو په ترڅ کې ترسره شوې ده.
د ایران دولتي رسنیو تایید کړې چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکوف په نیویارک کې سره لیدلي دي.