د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او په کنړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو په اړه یې ورته احتجاج لیک سپارلی دی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی او په کلکو ټکو یې غندي.
وزارت په خبرپاڼه کې هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې په پاکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
وزارت په خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د دا ډول ادعاوو مطرح کول او پر بنسټ یې د پوځي اقداماتو توجیه کول د واقعیتونو د تحریف او د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان غوښتي چې د خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره د نورو هېوادونو د ملامتۍ پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو پر اصلي لاملونو او حل لارو تمرکز وکړي.

