د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له سعودي عربستان سره د دفاعي تړون له مخې د دغه هېواد د پوځي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
فیدان د ترکیې له تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، که سعودي عربستان د امنیتي ګواښونو له امله کومې پوځي اړتیاوې ولري، ترکیه به د دواړو هېوادونو د دفاعي همکارۍ له مخې ورسره مرسته وکړي.
هغه ویلي، د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ دفاعي تړون پر دې اصل ولاړ دی چې د یوه غړي هېواد پر وړاندې برید د ټولو غړو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په سیمه کې د امنیتي کړکېچونو او د سعودي عربستان پر وړاندې د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
فیدان همداراز ټینګار کړی چې ترکیه د سیمې د ثبات او د شخړو د کمولو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

