د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-نوئل بارو په خطاب کې ویلي چې «د تمساح اوښکې بس دي».
عراقچي ویلي، هغه مهال چې د امریکا په برید کې د ایران زدهکوونکي ماشومان ووژل شول، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر چوپتیا «د هر څه څرګندونه کوي».
هغه دا څرګندونې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.

