پر افغانانو د طالبانو له لوري د ژوند کړۍ له تنګولو سره یو شمېر افغانان وایي، چې دوی دین تر ږیرو محدود کړی.
ټولنیزو رسنیو کې یو په عمر پوخ افغان د طالبانو له چلند شکایت کوي او وایي، طالبان ورنه د زړو جامو او ډوډۍ پوښتنه نه کوي؛ خو هر ځای ورنه د ږیرې پوښتنه کوي.
نوموړی زیاتوي، د کارمل، نجیب او نورو ګڼو واکمنانو واکمني یې لیدلې؛ خو هیڅ وخت دومره بې روزګاري نه وه.
دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو د مالوماتو له مخې، اوس مهال افغانستان کې د بې روزګارۍ له کبله تر ۲۴ میلیونو زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

