یکشنبه, اگست 30, 2026
Homeکورپاڼهنیپال کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۳۴ کسانو...

نیپال کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۳۴ کسانو ته ورسېد

د نیپال د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې ویلي، د چهارشنبې په ورځ د چین پولې ته څېرمه د ویجاړونکو ناڅاپي سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۳۴ کسانو ته لوړ شوی دی.

د چارواکو په وینا، لا هم ۲۴۹۸ کسان ورک دي او د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.

د سېلابونو له امله په ډېری سیمو کې کورونه، سړکونه، پلونه او مهمې زیربناوې زیانمنې شوې دي.
د ژغورنې چارې د سختې جغرافیې او د نورو سېلابونو له احتمالي ګواښ سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، په چین کې هم د دې ناورین له امله ۱۶ کسان مړه او ۵۴۶ نور ورک دي.

په دواړو هېوادونو کې د مړو او ورکو کسانو ګډ شمېر له ۳۰۰۰ اوښتی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here