د نیپال د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې ویلي، د چهارشنبې په ورځ د چین پولې ته څېرمه د ویجاړونکو ناڅاپي سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۳۴ کسانو ته لوړ شوی دی.
د چارواکو په وینا، لا هم ۲۴۹۸ کسان ورک دي او د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.
د سېلابونو له امله په ډېری سیمو کې کورونه، سړکونه، پلونه او مهمې زیربناوې زیانمنې شوې دي.
د ژغورنې چارې د سختې جغرافیې او د نورو سېلابونو له احتمالي ګواښ سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، په چین کې هم د دې ناورین له امله ۱۶ کسان مړه او ۵۴۶ نور ورک دي.
په دواړو هېوادونو کې د مړو او ورکو کسانو ګډ شمېر له ۳۰۰۰ اوښتی دی.

