شنبه, اگست 29, 2026
Homeسیمهاختر مېنګل: د ښځو په اړه د پاکستان د حکومت شعارونه له...

اختر مېنګل: د ښځو په اړه د پاکستان د حکومت شعارونه له واقعیت سره توپیر لري

د بلوچستان نیشنل ګوند مشر اختر جان مېنګل پاکستان کې د ښځو د وضعیت په اړه پر حکومت توندې نیوکې کړې دي.

مېنګل ویلي، له یوې خوا په پاکستان کې د «ښځو د درناوي» خبرې کېږي او د ښځو نړیواله ورځ نمانځل کېږي، خو له بلې خوا، ښځې تښتول کېږي، ځورول کېږي او د خپلې خوښې خلاف پرېکړو ته اړ ایستل کېږي.

نوموړي په ۲۰۲۴ز کال کې د ښځینه سناتورې د قضیې په یادولو سره ویلي چې د استخباراتي ادارو له لوري پر ښځو فشار راوړل نه یوازې په ډیموکراتیکو ارزښتونو او اساسي قانون برید دی، بلکې په وینا یې، د بلوچستان له دودونو او ټولنیزو ارزښتونو سره هم په ټکر کې دي.

مېنګل پوښتنه کړې، هغه حکومت چې د ښځو د حقونو او درناوي خبرې کوي، څنګه کولی شي د ښځو د تښتولو او جبري پرېکړو په اړه چوپ پاتې شي.

د بلوچستان نیشنل ګوند مشر اختر جان مېنګل دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په بلوچستان کې په وروستیو پېښو کې ښځې او ماشومان له خپلونو کورونو په جبري توګه لادرکه شوي او په اړه یې هېڅ معلومات نشته.

بلوچستان کې د ښځو د ورکېدنو پېښو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د بشري حقونو سازمانونو هم اندېښنې شریکې کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here