د سوریې ولسمشر احمد الشرع د امریکا له لوري د دغه هېواد د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو له نوملړه د سوریې ایستل تاریخي پرېکړه بللې ده.
الشرع پر «ایکس» ټولنیزه شبکه لیکلي چې د سوریې خلکو ته د دې پرېکړې له امله مبارکي وايي او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یې د دې اقدام له امله مننه کړې ده.
نوموړي همداراز له ټولو هغو هېوادونو او کسانو مننه کړې چې د سوریې او خلکو تر څنګ یې ولاړ دي.
امریکا سوریه له ۱۹۷۹ کال راهیسې د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامله کړې وه؛ خو واشنګټن د اګست پر ۲۴مه په رسمي ډول د سوریې نوم له دغه نوملړه حذف کړ.

