د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د افغانستان د روغتیايي سکتور لپاره له غوښتل شویو ۱۹۱ میلیونو ډالرو تر اوسه یوازې ۷۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي چې د اړتیا وړ بودجې ۳۷ سلنه جوړوي.
اوچا وايي، د روغتیايي خدمتونو اړتیاوې له موجودو مالي سرچینو ډېرې دي، خو د افغانستان د بشري مرستو صندوق په ملاتړ ګرځنده روغتیايي ټیمونه لا هم لېرو پرتو سیمو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي خدمتونه رسوي.
د دې ادارې په وینا، د اضافي مالي سرچینو نشتوالی د روغتیايي خدمتونو د دوام او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو وړتیا محدودوي.

