د افغانستان کرکټ بورډ نن د هند پر وړاندې د راتلونکو درې شل اوریزو سیالیو لپاره د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان او هند ترمنځ به دا لوبې د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۷مې پورې د هند په نوي ډیلي ښار کې د ارون جېټلي په لوبغالي کې ترسره شي.
ابراهیم ځدراڼ په دې لوبلړۍ کې د افغانستان لوبډلمشري پر غاړه ولري او دا به یې د لوبډلمشر په توګه لومړنۍ رسمي شل اووریزه لوبلړۍ وي. ځدراڼ تر دې مخکې هم وخت ناوخت د راشد خان پر ځای په شل اووریزو لوبو کې د ملي لوبډلې مشري کړې ده.
په ورته وخت، چټک توپاچوونکی نوینالحق هم له اوږدې دمې وروسته بېرته ملي لوبډلې ته راستون شوی دی.
نوموړي د ښۍ اوږې د ټپ له امله له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان لپاره شل اووریزې لوبې نه دي کړي.
په لوبډله کې همداراز ګلبدین نایب ته هم ځای ورکړل شوی چې د کرکټ بورډ په وینا، د هند پر وړاندې د ښې کارکردګۍ، تجربو او شرایطو له امله لوبډلې ته غوره شوی دی. د دې ترڅنګ لوبډلې ته یو ځل بیا د ځوان توپ وهوونکي وېکټ ساتونکي نور رحمان انتخابېدل هم له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.

