یکشنبه, اگست 23, 2026
Homeاقتصادد هند ختیځ ساحل ته نږدې بار وړونکې بېړۍ ډوبه شوې

د هند ختیځ ساحل ته نږدې بار وړونکې بېړۍ ډوبه شوې

د هند د ختیځ ساحل ته نږدې د «اوشن وینر» په نوم د پاناما بیرغ لرونکې بار وړونکې بېړۍ ډوبه شوې او د ۲۴ کسیزې عملې له ډلې یې تر اوسه دوه کسان ژغورل شوي دي.

د پاتې ۲۲ کسانو د موندلو لپاره د هند ساحلي ساتونکو د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي دي.

د هند ساحلي ساتونکو ویلي، په بېړۍ کې ۲۰ چینايي، درې میانماري او یو بنګله‌دېشی وګړی سپاره وو.

د ژغورنې لپاره دوه کښتۍ سیمې ته استول شوي او نورې نږدې بېړۍ هم د مرستې لپاره خبرې شوې دي.

«اوشن وینر» د هند له پارادیپ بندر د اوسپنې له بار سره د سینګاپور پر لور روانه وه او شاوخوا ۲۴۰ سمندري میله له بندره لېرې ډوبه شوې ده. د بېړۍ د ډوبېدو لامل تر اوسه معلوم نه دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here