عایشه وهاب د کالیفورنیا د ۱۴مې کانګرسي ولسوالۍ په ځانګړو ټاکنو کې بریا ترلاسه کړې او د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغانالاصله غړې شوه.
هغې د ډیموکرات ګوند خپلې سیالې میلیسا هرنانډېز ته ماتې ورکړه.
وهاب د میلیونونو ډالرو له هغه انتخاباتي لګښت سره سره هم بریالۍ شوه چې د هغې د سیالې په ملاتړ او د وهاب پر ضد ترسره شوی و. د راپورونو له مخې، د اسرائیلو د عامه چارو د کمېټې AIPAC اړوندو ډلو د هرنانډېز په ملاتړ د پام وړ مالي لګښت کړی و.
وهاب، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د کالیفورنیا ایالتي سناتوره وه، د خپلې بریا په غبرګون کې ویلي چې د هغې د ولسوالۍ رایهورکوونکو وښوده چې «د دوی ولسوالۍ په پیسو نه شي اخیستل کېدی.»
نوموړې به د پخواني کانګرس غړي ایرېک سوالوېل پاتې دوره بشپړه کړي، خو د نومبر په ټاکنو کې به د بشپړې دوهکلنې دورې لپاره بیا له هرنانډېز سره سیالي وکړي.

