پنجشنبه, اگست 20, 2026
Homeسیمهد ټرمپ اقتصادي ګواښونه؛ایران: دا یوازې رواني جګړه ده

د ټرمپ اقتصادي ګواښونه؛ایران: دا یوازې رواني جګړه ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او امریکا د خبرو له ناکامېدو وروسته پر تهران د «تر ټولو ویجاړوونکو اقتصادي عملیاتو» د پیلولو اعلان کړی او خبرداری یې ورکړی که هر هېواد یا لوری ایران ته اقتصادي مرسته ورسوي، له سختو مالي اقداماتو سره به مخ شي.

ټرمپ ویلي، واشنګټن به پر ایران اقتصادي فشار نور هم زیات کړي او د هغه د څرګندونو له مخې، موخه یې د تهران پر اقتصادي وړتیاوو د فشار راوړل دي.

خو د ایران دولتي او نیمه‌رسمي رسنیو د ټرمپ څرګندونې په ملنډو رد کړې دي.

تسنیم د امریکا اقدامات د واشنګټن د ناکامې پالیسۍ د «اعظمي فشار» دوام بللی او ویلي یې دي چې پخوانیو بندیزونو د ایران چلند نه دی بدل کړی.

بل لور، فارس خبري اژانس د ټرمپ ادعاوې «له واقعیته لېرې» بللي او ویلي یې دي امریکا مخکې هم د ایران د نږدې سقوط او د پوځي وړتیاوو د له منځه تلو ادعاوې کړې وې، خو عملي پایلې یې نه دي لرلي.

د فارس په وینا، د واشنګټن دا ډول څرګندونې تر ډېره رواني جګړه ده.

دا تازه ګواښونه په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جون لنډمهاله هوکړه د پراخې موافقې له ترلاسه کولو پرته له جدي ستونزو سره مخ شوې او د هرمز تنګي د وضعیت پر سر هم د دواړو لورو اختلافات لا زیات شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here