د طالبانو د حکومت مشر ملاهبتالله اخوندزاده په یوه تازه خپور شوي فرمان کې ویلي، چې تر دې وروسته هېڅوک حق نه لري چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له جواز پرته سپکې او درنې وسلې وګرځوي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله اېکس پاڼه لیکلي:”مسوولینو، مجاهدینو، منسوبینو او عامو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د ملاهبت الله د (۵۱۹) ګڼه حکم له مخې مکلف دي چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد رالېږد څخه ډډه وکړي.“
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پخواني وېشل شوي جوازونه، لیکونه، استعلامونه او مکتوبونه هم له دې وروسته بې اعتباره دي.
خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د ملاهبت الله د حکم له مخې د تورو ښېښو لرونکو موټرونو د ګرځولو د جواز کړنلاره تایید او منظور شوې ده.
خبرپاڼه وایي، چې د طالبانو د ټولو ادارو چارواکي، منسوبین او عام هېوادوال مکلف دي چې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې یې د مبارزې ریاست د اجازه لیک پرته د پوځي او ملکي موټرونو په ښېښو د پردو له لګولو څخه ډډه وکړي.
یاده خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د طالبانو د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو ریاست منسوبین چې د دغو حکمونو له مخې په شرایطو برابر وي د خپلو ادارو له لوري ورته جوازونه چاپ او وېشل کېږي.

