چهارشنبه, اگست 19, 2026
Homeافغانستانمنظور پښتین: طالبانو په خوست کې د ملي بیرغ پر سر زموږ...

منظور پښتین: طالبانو په خوست کې د ملي بیرغ پر سر زموږ یو ملګری بندي کړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې ویلي، د ملي بیرغ د ورځې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د پوسټ کولو له امله د غورځنګ ملګری احسان سعادت په خوست کې د طالبانو له لوري نیول شوی او لا هم بندي دی.

پښتین ویلي، سعادت د خپلواکۍ ورځې له رارسېدو ۱۶ ورځې مخکې په خوست کې نیول شوی او وروسته له «سختو تکلیفونو» له نورو بندیانو سره په یوه زندان کې ساتل کیږي.

پښتین د خپل پوسټ په دوام، د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغو غړو ستاینه کړې چې په وینا یې، په پاکستان کې د «پنجابي استعمار» د ترانې د ردولو له امله د پاکستاني ادارو له خوا او په افغانستان کې د ملي بیرغ د درناوي له امله د طالبانو له خوا له فشار او بند سره مخ شوي دي.

هغه ویلي، د غورځنګ غړي د خپل ملت د ارزښتونو په اړه «نه ټیټ شوي او نه مات شوي» دي.

دا په داسې حال کې ده چې په خوست کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی احسان سعادت د اګست په ۲مه د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی او لا هم په بند کې دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here