یکشنبه, اگست 16, 2026
Homeافغانستانملاله یوسفزۍ: طالبان به د افغان ښځو پر وړاندې د خپلو جرمونو...

ملاله یوسفزۍ: طالبان به د افغان ښځو پر وړاندې د خپلو جرمونو حساب ورکړي

د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، طالبانو د پراخو محدودیتونو له لارې پر افغان ښځو او نجونو «جنسیتي اپارتاید» تحمیل کړی او د هغوی اساسي حقونه یې له منځه وړي دي.

یوسفزۍ وايي، پنځه کاله مخکې افغان ښځو د ډاکټرانو، انجنیرانو، ورزشکارانو او هنرمندانو په توګه کار کاوه، خو اوس حتی عامه پارکونو ته له تګ هم منع شوې دي.

هغې ویلي، که څه هم طالبان په افغانستان کې د اګسټ ۱۵مه نمانځي او پوځي ځواک نندارې ته وړاندې کوي، خو د افغان ښځو مبارزه لا هم دوام لري.

د ملالې په وینا، له مکسیکو او اسپانیې تر سویلي افریقا له بېلابېلو هېوادونو سره کار کوي، څو طالبان د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د خپلو اقداماتو او «جرمونو» حساب ورکولو ته اړ کړل شي.

هغې ټینګار کړی چې د افغان ښځو لپاره به عدالت غواړي او د جنسیتي اپارتاید د پای ته رسولو لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here