د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، مصر کولای شي د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان د مکې له نوي ګډ دفاعي تړون سره یوځای شي.
اردوغان ویلي، د مصر غړیتوب «ممکن» دی او تړون د نورو هېوادونو لپاره هم پرانیستی دی. د نوموړي په وینا، د تړون له مخې که پر یوه غړي هېواد بهرنی برید وشي، درې واړه غړي به په ګډه اقدام کوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم ویلي چې انقره تمه لري مصر په راتلونکي پړاو کې له دې تړون سره یوځای شي.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي هم ویلي چې قاهره د تړون د غړیتوب موضوع په جدي توګه ارزوي.

