شنبه, اگست 15, 2026
Homeافغانستاند طالبانو پنځه کاله، ۲۶۴ فرمانونه؛ د ښځو او نجونو پر حقونو...

د طالبانو پنځه کاله، ۲۶۴ فرمانونه؛ د ښځو او نجونو پر حقونو ۱۶۶ محدودیتونه

د «توازن مېډیا» د یوه څېړنیز راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په ملي او سیمه‌ییزه کچه له ۲۰۰ ډېر فرمانونه، حکمونه، لارښوونې او رهنمودونه صادر شوي دي.

راپور د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د افغانستان د عدالت آرشیف د معلوماتو پر بنسټ وايي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست تر ۲۰۲۵ کال پورې د صادر شویو فرمانونو یوه لویه برخه د ښځو او نجونو د حقونو، مدني آزادیو، رسنیو، زده‌کړو او ټولنیز ژوند له محدودولو سره تړاو لري.

د راپور له مخې، د ښځو، سولې او امنیت انسټیټیوټ د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال له اګست د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې طالبانو ۲۶۴ فرمانونه صادر کړي چې له دې ډلې ۱۶۶ فرمانونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو اړوند دي.

د دغو فرمانونو د پلي کولو او څارنې په برخه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مهم رول لري. د راپور له مخې، د دې ادارې محتسبان په دولتي ادارو، بازارونو، روغتیايي مرکزونو او عامه ځایونو کې د خلکو د جامو، چلند او فعالیتونو څارنه کوي.

د توازن څېړنیز راپور زیاتوي، د طالبانو محدودیتونه یوازې پر ښځو او نجونو نه دي متمرکز؛ رسنۍ او خبریالان، هنرمندان، دولتي کارکوونکي او د ټولنې نور قشرونه هم د بېلابېلو فرمانونو او لارښوونو له مخې تر څارنې او محدودیتونو لاندې راغلي دي.

په دې موده کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیز، له ډېرو کاري برخو د ښځو ایستل، په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز، د ښځینه د سینګارخونو تړل، پر رسنیو محدودیتونه او د امر بالمعروف د قانون له لارې د خلکو د ورځني ژوند پراخ کنټرول د مهمو اقداماتو په توګه یاد شوي دي.

راپور همداراز وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د «قانون» رسمي کېدو د پخوانیو محدودیتونو ډېرو برخو ته قانوني چوکاټ ورکړ او په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې یې د پلي کېدو ساحه نوره هم پراخه شوه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here