شنبه, اگست 15, 2026
Homeافغانستانجاوېد امیرخېل: د اګسټ ۱۵مه د افغانانو لپاره توره او دردناکه ورځ...

جاوېد امیرخېل: د اګسټ ۱۵مه د افغانانو لپاره توره او دردناکه ورځ ده

د هېواد نامتو هنرمند او سندرغاړي جاوېد امیرخېل د اګست ۱۵مه د افغانستان او افغانانو لپاره «توره ورځ» بللې او ویلي یې دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته میلیونونه افغانان له خپلو کورونو، کارونو او هیلو بې‌برخې شوي دي.

امیرخېل په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د درد، بېلتون او ستر انساني ناورین د ورځې په توګه پاتې شوې ده. د هغه په وینا، په دې موده کې زرګونه کورنۍ د کډوالۍ، بې‌وزلۍ او ناامنۍ له سختو ستونزو سره مخ شوې دي.

نوموړي د نجونو د زده‌کړو د دروازو تړل کېدو او د ښځو د حقونو محدودېدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ډېرو ځوانانو هیلې هم نیمګړې پاتې شوې دي.

امیرخېل په ورته وخت د اګست ۱۹مه د افغانستان د خپلواکۍ ویاړلې کالیزه هم یاده کړې او ټولو افغانانو ته یې د خپلواکۍ ورځې مبارکي ویلې ده.

هغه ټینګار کړی چې هر څوک د خپل نظر د لرلو حق لري، خو افغانستان د ټولو ګډ کور دی او افغانان باید د اختلافاتو سره سره هم یو بل ته له سپکاوي ډډه وکړي او د منطق او ادب له لارې نظر څرګند وکړي. 

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here