نن د اګست ۱۵مه، د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځمه کلیزه ده؛ هغه ورځ چې پنځه کاله وړاندې طالبانو کابل ونیو او د افغانستان جمهوري نظام پای ته ورسېد. هممهاله، د نجونو پر منځنیو او لوړو زدهکړو د بندیز لړۍ هم د طالبانو د واکمنۍ له مهمو او جنجالي سیاستونو ګرځېدلې.
د نجونو پر منځنیو زدهکړو د طالبانو د بندیز له پیل نن ۱۷۹۲ ورځې تېرېږي. د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول او له هغه وروسته د نجونو د زدهکړو د بیا پیل لپاره د طالبانو له لوري څو ځله د «شرایطو برابرولو» او «اسلامي چوکاټ» د جوړولو ژمنې وشوې، خو عملي نه شوې.
طالبانو د واک تر اخیستو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار حق د منلو خبره کړې وه. خو د واک له ټینګولو سره د دغو ژمنو عملي کېدل په بل لوري اوښتي. د ۲۰۲۲ کال د مارچ پر ۲۳مه، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د بیا پرانیستل کېدو له اعلان څو ساعته وروسته بېرته وتړل شول. د همدې کال په ډسمبر کې ښځې له پوهنتونونو هم منع شوې.
په دوحه کې د مذاکراتو پر مهال طالبانو منلې وه چې د ښځو له زدهکړو سره ستونزه نه لري او حتی ښځې کولی شي له لومړي ټولګي تر دوکتورا پورې زدهکړې وکړي، خو وروسته د نجونو او ښځو پر زدهکړو محدودیتونه تر دې کچې پراخ شول چې افغانستان اوس د نړۍ یوازنی هېواد دی چې نجونې او ښځې په کې له منځنیو او لوړو زدهکړو منع دي.
د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې، شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې لا هم له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي.
د نجونو پر زدهکړو د بندیز د دوام په اړه د طالبانو اصلي دلیلونه په بېلابېلو وختونو کې د اسلامي اصولو، کلتوري شرایطو، د خوندي چاپېریال او د «مناسب چوکاټ» نشتوالی بلل شوی؛ خو له پنځو کلونو وروسته هم هغه شرایط او چوکاټ چې طالبان یې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره یادوي، لا نه دي بشپړ شوي.
په همدې توګه، ۱۷۹۲ ورځې یوازې د تړلو ښوونځیو شمېر نه دی؛ بلکې د افغان نجونو په وینا، د هغو زرګونو له لاسه تللو زدهکړیزو فرصتونو پنځه کلن حساب دی چې په دې موده کې مو باید ښوونځی، پوهنتون او د خپل راتلونکي لپاره د انتخاب حق درلودای.
نن چې د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله پوره کېږي، د نجونو د زدهکړو د بیا پیل مسئله لا هم د افغانستان د راتلونکي او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو له مهمو موضوعاتو ده.

