له ننه پنځه کاله وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، طالبانو په یو بېساري اقدام کې د افغانستان پلازمېنه کابل ونیو او په دې سره یې د هېواد پر ډېری برخو ولکه ټینګه کړه. په همدې ورځ پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم هېواد پرېښود او د افغانستان د جمهوري نظام شل کلنه دوره پای ته ورسېده.
د طالبانو د بیا واکمنېدو له پنځو کلونو وروسته، افغانستان له یوې خوا د جګړې د کموالي او د امنیت د نسبي ښه کېدو شاهد دی، خو له بلې خوا د ښځو او نجونو د حقونو، اقتصاد، زدهکړو، رسنیو او سیاسي ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دی.
په دې موده کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له منځنیو او لوړو زدهکړو منع شوې دي. د یونیسکو د تازه شمېرو له مخې، شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي. پر ښځو د کار، تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې د ګډون محدودیتونه هم بېساري دي.
د ښځو د حقونو پر وړاندې محدودیتونه یوازې تر زدهکړو او کار پورې محدود نه دي پاتې شوي؛ د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې له ۱۰۰ ډېر محدودوونکي فرمانونه او اقدامات عملي شوي چې د ښځو پر تعلیم، کار، تګ راتګ، روغتیا او عدالت ته پر لاسرسي یې اغېز کړی دی.
اقتصادي ستونزې هم د میلیونونو افغانانو لپاره د ژوند مهمه ننګونه پاتې شوې ده. بېکارۍ، کم عاید، د نړیوالو مرستو کمېدل او بشري اړتیاوو لا هم د هېواد د اوسېدونکو پر ژوند سیوری غوړولی.
په ورته وخت، د بیان او رسنیو ازادي هم له سختو خنډونو سره مخ شوې او په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو فعالیتونه محدود شوي دي. په همدې موده کې لسګونه رسنۍ د امکاناتو د نشتوالي او یا هم د طالبانو د حکومت له لوري تړل شوي دي.
هم مهاله، د بشري حقونو سازمانونه وايي، د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو افغانستان د نړۍ د تر ټولو جدي بشري حقونو او بشري ناورینونو سره مخ هېوادونو له ډلې ګرځولی دی.
سره له دې، د طالبانو حکومت د امنیت، د زیربناوو د پراختیا، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او ځینو اقتصادي پروژو په برخه کې خپلې لاسته راوړنې یادوي. خو ډېری هېوادونه لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د ښځو پر حقونو محدودیتونه د افغانستان د نړیوال تعامل پر وړاندې له مهمو خنډونو بلل کېږي.
پنځه کاله وروسته، د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط کلیزه په داسې حال کې را رسېږي چې د هېواد امنیتي وضعیت د تېرو جګړو په پرتله ښه شوی، خو د میلیونونو افغانانو لپاره د زدهکړو، کار، ازادۍ، اقتصادي هوساینې او د روښانه سیاسي راتلونکي برخلیک پوښتنې لا هم بېځوابه پاتې دي.

