جمعه, اگست 14, 2026
Homeافغانستانسټیفن ډوتي: افغان ښځې او نجونې لا هم له سختو او نه...

سټیفن ډوتي: افغان ښځې او نجونې لا هم له سختو او نه منلو وړ محدودیتونو سره مخ دي

د افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ لپاره د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت مسؤول وزیر سټیفن ډوټي وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته افغان ښځې او نجونې لا هم د خپلو حقونو، زده‌کړو او ټولنیز ګډون په برخه کې له سختو او «نه منلو وړ» محدودیتونو سره مخ دي.

ډوټي په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، د افغان ښځو او نجونو مقاومت او زغم «بې‌ساری» دی او برېټانیا به یې ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې:
«موږ به له هغوی خپل ملاتړ ته دوام ورکړو او له بنسټیزو آزادیو به یې دفاع وکړو.»

ډوټي دا څرګندونې د طالبانو د واکمنۍ د پنځه کلنې کالیزې په درشل کې کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here