جمعه, اگست 14, 2026
Homeسیاستپاکستان: د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک عملي کول د پرمختګ یوازنۍ لار ده

پاکستان: د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک عملي کول د پرمختګ یوازنۍ لار ده

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له امریکا سره د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک د بشپړ عملي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا د پرمختګ «یوازنۍ لار» ده.

ډار دا څرګندونې په اسلام‌اباد کې د امریکا له شارژدافیرې ناتالي بیکر سره په لیدنه کې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د پاکستان او امریکا پر دوه‌اړخیزو همکاریو او وروستیو سیمه‌ییزو تحولاتو خبرې شوې دي.

ډار د پاکستان او امریکا د اړیکو د مثبت لوري هرکلی کړی او د دوامدارې سولې لپاره یې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ پر ارزښت ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، د جون پر ۱۸مه لاسلیک شوی د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک باید «په بشپړ ډول او د هغه له متن او روحیې سره سم» عملي شي.

د امریکا شارژدافیرې هم د سیمه‌ییزې سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان د «رغنده رول» ستاینه کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here