پنجشنبه, اگست 13, 2026
Homeافغانستاند فیض‌اباد د طالبانو ښاروال په هدفي برید کې وژل شوی

د فیض‌اباد د طالبانو ښاروال په هدفي برید کې وژل شوی

د بدخشان د مرکز فیض‌اباد لپاره د طالبانو د حکومت ښاروال مولوي حبیب‌الرحمن منصور په یوه هدفي برید کې له خپلو ساتونکو سره وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د هغه موټر د بدخشان د ولایت مقام له ودانۍ شاوخوا ۱۰۰ متره لېرې په نښه شوی.

د مقاومت په نوم جبهې د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دغه برید یې د طالبانو پر وړاندې د خپلو روانو هدفي عملیاتو په لړ کې ترسره کړی دی.

تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول د پېښې په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here