پنجشنبه, اگست 13, 2026
Homeافغانستانافغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو «یو» یې له حادې خوارځواکۍ سره...

افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو «یو» یې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دی

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان Save the Children وايي، په افغانستان کې د پنځو کلونو کم عمره ماشومان د حادې خوارځواکۍ له جدي بحران سره مخ دي او له هرو ۱۰ ماشومانو شاوخوا یو یې په دې وضعیت اخته دی.

دغه سازمان وايي، د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې روغتیايي خدمتونه هم له جدي ستونزو سره مخ شوي او نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان خبرداری ورکوي چې د روغتیايي او تغذیې خدمتونو د تمویل کمښت د هغو ماشومانو ژوند ګواښي چې د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري.

د دغه سازمان په وینا، د افغانستان په شمال کې ځینې روغتیايي مرکزونه د لسګونو زرو خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو یوازنۍ سرچینه ده خو د مرستو د کمېدو له امله د دغو مرکزونو د راتلونکي په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان یا Save the Children له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د روغتیايي او تغذیې خدمتونو د دوام لپاره بېړنۍ مرستې زیاتې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here