د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې امریکايي ځواکونه دا مهال د هرمز تنګي بشپړ کنټرول لري او ایران پر دغه ستراتیژیکه سمندري لاره نور کنټرول نه لري.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې د ایران وضعیت «ډېر ښه» روان دی او د امریکا سمندري ځواکونه د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري.
هغه ویلي: «موږ د هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو؛ بل هېڅوک نه، یوازې موږ.»
ټرمپ همداراز پر ایران د بېباورۍ تور لګولی او ویلي یې دي چې تهران په پرلهپسې ډول ورته «دروغ ویلي» دي.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال مطرح کوي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ په وروستیو ورځو کې د پام وړ کم شوی دی. د رویټرز د معلوماتو له مخې، د دوشنبې په ورځ یوازې شپږ بېړۍ له تنګي تېرې شوي، په داسې حال کې چې له جګړې مخکې به هره ورځ شاوخوا ۱۳۰ تر ۱۴۰ بېړۍ له دې لارې تېرېدلې.

