چهارشنبه, اگست 12, 2026
Homeسیاستټرمپ: موږ په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو، بل څوک نه

ټرمپ: موږ په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو، بل څوک نه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې امریکايي ځواکونه دا مهال د هرمز تنګي بشپړ کنټرول لري او ایران پر دغه ستراتیژیکه سمندري لاره نور کنټرول نه لري.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې د ایران وضعیت «ډېر ښه» روان دی او د امریکا سمندري ځواکونه د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري.

هغه ویلي: «موږ د هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو؛ بل هېڅوک نه، یوازې موږ.»

ټرمپ همداراز پر ایران د بې‌باورۍ تور لګولی او ویلي یې دي چې تهران په پرله‌پسې ډول ورته «دروغ ویلي» دي.

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال مطرح کوي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ په وروستیو ورځو کې د پام وړ کم شوی دی. د رویټرز د معلوماتو له مخې، د دوشنبې په ورځ یوازې شپږ بېړۍ له تنګي تېرې شوي، په داسې حال کې چې له جګړې مخکې به هره ورځ شاوخوا ۱۳۰ تر ۱۴۰ بېړۍ له دې لارې تېرېدلې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here