سه شنبه, اگست 11, 2026
Homeسیاستد پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ایران ته تللی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ایران ته تللی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي نن سه شنبه ایران ته تللی او د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مؤمني او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره یې لیدلي دي.

نقوي په تېرو میاشتو کې څو ځله تهران ته سفر کړی او له ایراني چارواکو سره یې د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو له مهمو منځګړو هېوادونو بلل کېږي. د نقوي وروستی سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د بیا پیل په اړه اټکلونه زیات شوي دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم له بلومبرګ سره په وروستیو خبرو کې ویلي چې ایران او امریکا «یوه ډول تفاهم» ته نږدې شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here