سه شنبه, اگست 11, 2026
Homeسیاستد سوریې محکمې بشار الاسد ته په غیاب کې د اعدام سزا...

د سوریې محکمې بشار الاسد ته په غیاب کې د اعدام سزا واوروله

د سوریې یوې محکمې پخواني ولسمشر بشار الاسد ته د دغه هېواد د نږدې ۱۴ کلنې جګړې پر مهال د ترسره شویو جرمونو په تړاو، په غیاب کې د اعدام سزا اورولې ده.

رویټرز وايي، محکمې الاسد د قصدي وژنو، شکنجې، خپلسري نیونو او د بشریت ضد جرمونو په تور مجرم بللی دی.

دا د بشارالاسد پر وړاندې لومړنی قضایي محکومیت دی.

نوموړی د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د یاغیانو له برید وروسته له واکه لېرې او له سوریې وتلی و او اوس په مسکو کې اوسیږي.

په همدې قضیه کې د الاسد د پخواني امنیتي چارواکي عاطف نجیب لپاره هم د اعدام حکم صادر شوی دی.

د اسوشیټېډ پرېس یو راپور وایي، د بشارالاسد کشر ورور ماهر الاسد هم په غیاب کې د اعدام په سزا محکوم شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here