سه شنبه, اگست 11, 2026
Homeسیمهبلوڅانو د بلوچستان د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو لپاره تابیاوې نیولي

بلوڅانو د بلوچستان د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو لپاره تابیاوې نیولي

په بلوچستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د بلوچستان د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو لپاره د چمتووالي خبرونه خپاره شوي دي.

د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتونکو فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې سبا د اګست ۱۱مه به د بلوچستان د خپلواکۍ ورځې په توګه ولمانځي او د دې ورځې په مناسبت د غونډو، لاریونونو او نورو مراسمو لپاره چمتووالی روان دی.

دوی وايي، په بلوچستان کې د امنیتي محدودیتونو، د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو د احتمالي پرې کېدو سربېره به د خپلواکۍ د لمانځلو هڅې دوام ولري.

فعالانو له خلکو غوښتي چې د لمانځنې له مراسمو انځورونه او ویډیوګانې ثبت او شریکې کړي، څو د بلوچستان د خپلواکۍ غږ ټولې نړۍ ته ورسېږي.

د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتونکي فعالان ادعا کوي چې پاکستان د دې ورځې د مراسمو او معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي لپاره امنیتي محدودیتونه لګوي؛ خو ټینګار کوي چې دغه محدودیتونه به یې د خپلواکۍ غوښتنې غږ چوپ نه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here