یکشنبه, اگست 9, 2026
Homeافغانستانآریانا افغان هوایي شرکت بوینګ ۷۳۷ الوتکې ته له امریکا راوړل شوی...

آریانا افغان هوایي شرکت بوینګ ۷۳۷ الوتکې ته له امریکا راوړل شوی نوی انجن نصب کړ

د آریانا افغان هوايي شرکت وايي، د بوینګ ۷۳۷ یوې الوتکې ته یې د نوي انجن د نصبولو چارې د نړیوالو تخنیکي معیارونو له مخې په بریالیتوب بشپړې کړې دي.

د شرکت د معلوماتو له مخې، دغه انجن د ۲.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت له امریکايي Global Engine شرکت پېرل شوی او د نصبولو چارې یې د آریانا د تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوې دي.

آریانا شرکت وايي، یاده الوتکه شاوخوا دوه کاله وړاندې د خوست په نړیوال هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال له یوې پېښې سره مخ شوې وه او له هغې وروسته یې د تخنیکي ترمیم چارې په بېلابېلو پړاوونو کې ترسره شوې دي.

د شرکت په وینا، د الوتکې له ترمیم وروسته به اړینې تخنیکي او د خوندیتوب ازموینې ترسره شي او که ټول معیارونه یې پوره وو، الوتکه به بېرته الوتنو ته چمتو شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here