شنبه, اگست 8, 2026
Homeافغانستانپاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستو زړه کړی

پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستو زړه کړی

د نږدې لسو میاشتو د سوداګریز بندښت او د دواړو هېوادونو د سوداګرو له درنو زیانونو وروسته، پاکستان د افغانستان پر وړاندې د تړلو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو د بېرته پرانیستلو پرېکړه کړې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا موضوع د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ د حکومتي چارواکو او سوداګرو په ګډه غونډه کې بحث شوې ده.

په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د لېرې کولو او د ټرانزیټ د اسانتیا لپاره پر عملي لارو چارو بحث شوی او ټینګار شوی چې د بندرونو او ترانزیټي مسیرونو فعالېدل به د سوداګرو ستونزې راکمې کړي.

د لارو د بیا پرانیستلو پرېکړه داسې مهال کېږي چې د اوږدمهاله بندښت له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز فعالیتونه اغېزمن شوي او سوداګرو له پراخو مالي زیانونو شکایت کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here