د انګلېنډ او وېلز کرکټ بورډ د ایرلېنډ کرکټ بورډ له هغې پرېکړې ناراضه دی چې له افغانستان سره د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره کوي.
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دواړو بورډونو ترمنځ د افغانستان په اړه د بېلابېلو دریځونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.
د ایرلېنډ کرکټ بورډ دا مهال په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې د افغانستان ملي لوبډلې کوربهتوب کوي او راتلونکی کال به هم له افغان لوبډلې سره نورې سیالۍ ترسره کړي.
بل لور بیا د انګلېنډ کرکټ بورډ د برېټانیا د حکومت له پالیسۍ سره سم له افغانستان سره دوه اړخیزې لوبلړۍ نه ترسره کوي او دلیل یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه بولي.
د ګارډین راپور وایي، د ایرلېنډ له اقدام د انګلېنډ کرکټ بورډ ناخوښه دی او ښايي د دواړو بورډونو پر راتلونکو اړیکو او همکارۍ اغېز وکړي.
که څه هم دواړه هېوادونه د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) تر چتر لاندې په نړیوالو اېونټونو کې له افغانستان سره لوبې کوي، خو د دوه اړخیزو لوبلړیو په اړه یې دریځونه سره جلا دي.
راپورونه ښیي چې انګلېنډ په وروستیو کلونو کې د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کړي، په داسې حال کې چې ایرلېنډ د افغانستان له کرکټ بورډ سره خپلې دوه اړخیزې اړیکې او لوبې دوامداره ساتلې دي.

