د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په خپل نوي راپور کې ویلي، چې ځینو باوري سرچینو د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تیري شاهدي ورکړې ده.
ښاغلي بینېټ ویلي، چې هغه د طالبانو په زندانونو کې د ښځو په وړاندې د جنسي تیري د ډیری راپورونو په اړه ژوره اندیښنه لري.
نوموړي زیاته کړې، طالب چارواکو د بشري حقونو څخه بې شمېره سرغړونې کړي دي او د نړیوالو قوانینو ته یې هېڅ درناوی نه دی کړی.
د طالبانو حکومت تر اوسه د بینېټ د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو مخکې یې هغه تورن کړی چې پروپاګند کوي او له همدې امله یې افغانستان ته له سفر منع کړی.

