پاکستاني چارواکو د نړیوالو رسنیو د فعالیتونو لپاره نوي محدودیتونه اعلان کړي چې له مخې یې بهرني خبریالان او له نړیوالو رسنیو سره کارکوونکي باید له اسلاماباد، کراچۍ او لاهور پرته د هېواد په نورو سیمو کې د راپور جوړولو لپاره له مخکې اجازه ترلاسه کړي.
د نویو مقرراتو له مخې، خبریالان به د راپور جوړولو لپاره (NOC) یا د «د نه اعتراض سند» ته اړتیا ولري چې له امله یې په ډېرو سیمو کې د رسنیو میداني فعالیتونه د حکومت له اجازې سره تړل کېږي.
د دې پرېکړې منتقدان وايي، نوي محدودیتونه به د خپلواکو راپورونو مخه نوره هم محدوده کړي او د پاکستان په ډېرو برخو کې به د نړیوالو رسنیو کار له ستونزو سره مخ کړي.
د پاکستان حکومت بیا ویلي، دغه لارښوونې د رسنیو د بندولو لپاره نه، بلکې د فعالیتونو د تنظیم، د خبریالانو د هویت د تثبیت او د راپورونو د همغږۍ لپاره جوړې شوې دي.
د نویو مقرراتو له مخې، که یو خبریال د پاکستان د امنیت، حاکمیت یا عامه نظم پر ضد د عمل په تور وپېژندل شي، نو اعتبارنامه به یې لغوه کیږي.

