د غزې لپاره د سولې بورډ یوه چارواکي ویلي، اوس د غزې د نقشې د عملي کولو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند د پراخ پلان د پلي کېدو لپاره هڅې روانې دي، خو دا بهیر به اوږد او له ستونزو ډک وي.
دغه چارواکي الجزیرې عربي ته ویلي، د ټرمپ په وړاندیز شوي پلان کې فلسطینیانو ته له حماس پرته د نوي راتلونکي او اسرائیل ته د امنیت د برابرېدو یادونه شوې ده.
د نوموړي په وینا، تر یوې اوونۍ مخکې ډېرو کسانو تمه نه لرله چې حماس به واک یوې تخنیکي ادارې ته وسپاري او خپلې وسلې به کېږدي، خو اوس تمرکز د دې نقشې پر عملي کېدو دی.
چارواکي ټینګار کړی چې د پلان د پلي کېدو بهیر به اسانه نه وي او د بشپړ عملي کېدو لپاره به له ګڼو ننګونو او اوږدو پړاوونو تېرېدل اړین وي.

