سه شنبه, اگست 4, 2026
Homeافغانستاند نورستان له سېلاب ځپلو سره ۷ میلیونه ۵۸۵ زره افعانۍ نغدي...

د نورستان له سېلاب ځپلو سره ۷ میلیونه ۵۸۵ زره افعانۍ نغدي مرسته اعلان شوه

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره یې ۷ میلیونه او ۵۸۵ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.

د دغې خونې د خبرپاڼې له مخې، د خونې مشر سید کریم هاشمي دغه مرسته نورستان ته د طالبانو د حکومت د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر پر مهال اعلان کړه.

دا مرسته داسې مهال اعلانېږي چې د نورستان وروستیو سېلابونو ګڼو کورنیو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي او زیانمن شوي خلک د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here