د «بلوچستان جمهوریت» په نوم د بلوڅ سیاسي فعالانو یوې ډلې اعلان کړی چې د اګست ۱۱مه به د بلوچستان د خپلواکۍ د ورځې په توګه په نړیواله کچه ولمانځي.
یادې ډلې په یوه خبرپاڼه کې له بلوڅانو غوښتي چې په خپلو کورونو، بازارونو، ښوونیزو مرکزونو او نورو ځایونو کې د «خپلواک بلوچستان» بیرغونه پورته کړي او دا ورځ د راتلونکو نسلونو لپاره یاده وساتي.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې بلوچستان په ۱۹۴۷ز کال کې خپلواک و او د اګست په ۱۱مه یې د خپلواکۍ اعلان کړی و، خو وروسته د پاکستان له جوړېدو سره دغه وضعیت بدل شو.
د بلوچستان جمهوریت همداراز ویلي چې د بلوچستان د خپلواکۍ په رسمیت پېژندل به په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دوی د خپلواکۍ ملاتړ وکړي.
پاکستان بیا بلوچستان د خپل قلمرو برخه ګڼي او د دې ډول خپلواکۍ ادعاوې ردوي.

