دوشنبه, اگست 3, 2026
Homeافغانستاند راشد خان لپاره نه هېریدونکې لوبه؛ د زوی په حضور کې...

د راشد خان لپاره نه هېریدونکې لوبه؛ د زوی په حضور کې یې پنځه وېکټې واخیستې

د افغانستان او نړۍ د کرکټ ستوري راشد خان لپاره پرون شپه په سل توپیز لیګ یوه ډېره ځانګړې لوبه وه، نوموړي هم ویلي، دا ورځ به یې تل په یاد وي، ځکه د لومړي ځل لپاره یې کوچني زوی د هغه لوبه له نږدې ولیده.

راشد خان په خپل انسټاګرام لیکلي چې د زوی حضور ورته ځانګړې خوښي ورکړه او هم‌مهاله یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

ښاغلي خان پرون شپه د انګلېنډ د سل توپیز لیګ (The Hundred) په یوه په زړه پورې لوبه کې غوره توپ‌اچونه وکړه او پنځه وېکټې یې واخیستې، چې د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

افغان لوبغاړي خپل زوی «تر ټولو ستر ملاتړی، لوی نعمت او د بخت نښه» بللې او ویلي یې دي چې دا ځانګړې شېبه به هېڅکله هېره نه کړي.

د یادونې وړ ده چې راشد خان په شلو توپونو ۱۷ منډې ورکړې او ۵ وېکټې یې ترلاسه کړې چې دا په ټوله کې د سل توپیز لیګ په تاریخ کې د یوې پاڼۍ تر ټولو غوره توپ اچوونه وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here