دوشنبه, اگست 3, 2026
Homeکورپاڼهمصر کې د ۵.۴ درجې زلزله؛سرې میاشتې بېړنی حالت اعلان کړی

مصر کې د ۵.۴ درجې زلزله؛سرې میاشتې بېړنی حالت اعلان کړی

د مصر د سویز ښار په شمال کې په یو شمېر سیمو کې د رېښتر په کچه ۵.۴ درجې زلزله شوې ده چې له امله یې د مصر سرې میاشتې په زلزله ځپلو سیمو کې د بېړني غبرګون پلان فعال کړی دی.

د مصر سرې میاشتې ویلي، هغه ولایتونه یې تر څار لاندې نیولي چې زلزله په کې احساس شوې او له خلکو یې غوښتي چې له هغو ودانیو لېرې پاتې شي چې د زیان نښې په کې ښکاري او د چارواکو رسمي معلومات تعقیب کړي.

د جرمني د ځمک‌پېژندنې څېړنیز مرکز (GFZ) ویلي، زلزله د رېښتر په کچه ۵.۴ درجې وه او د ځمکې لاندې د ۱۰ کیلومترو په ژوروالي کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د زلزلې له امله د مرګ‌ژوبلې یا د پام وړ مالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here