دوشنبه, اگست 3, 2026
Homeبشري حقونهد غزې د جګړې د قربانیانو شمېر له ۷۳ زرو واوښت

د غزې د جګړې د قربانیانو شمېر له ۷۳ زرو واوښت

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې د اسرائیلي بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۷۳ زره او ۳۵۶ تنو ته رسېدلی او ۱۷۴ زره او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي بریدونو له امله شپږ فلسطینیان وژل شوي، ۲۳ نور ټپیان شوي او یو بل فلسطیني هم د پخوانیو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، د تېر کال په اکتوبر کې د اوربند له نافذېدو وروسته هم د اسرائیلي بریدونو لړۍ نه ده درېدلې او په دې موده کې لږ تر لږه ۱۰۲۴ کسان وژل شوي او ۴۰۷۶ نور ټپیان شوي دي.

اسرائیل تر اوسه د غزې د روغتیا وزارت د دغو شمېرو په اړه څه نه دي ویلي، خو په غزه کې جګړه او بریدونه لا هم دوام لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here