یکشنبه, اگست 2, 2026
Homeافغانستاند افغانستان او ایرلنډ لوبلړۍ؛د لاریونونو د احتمال له امله امنیتي پلان...

د افغانستان او ایرلنډ لوبلړۍ؛د لاریونونو د احتمال له امله امنیتي پلان چمتو شوی

کرکټ ایرلنډ ویلي، د افغانستان پر وړاندې د نارینه‌وو د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره یې د شمالي ایرلنډ له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ امنیتي تدابیر بشپړ کړي دي، ځکه د لوبو پر مهال د لاریونونو احتمال شته.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ دوه لوبې راتلونکې اوونۍ په بریډي او پاتې درې لوبې د اګست په ۱۰، ۱۲ او ۱۵مه په سټورمونټ کې ترسره شي.

د دغې لوبلړۍ کوربتوب د افغانستان د ښځو د حقونو د وضعیت له امله له نیوکو سره مخ دی.

د بښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) او یو شمېر مدني بنسټونو له کرکټ ایرلنډ او د کرکټ له نړیوالې شورا (ICC) غوښتي چې د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه څرګند دریځ خپل کړي او اجازه ورنه کړي چې دا سیالۍ د طالبانو لپاره د تبلیغاتي وسیلې په توګه وکارول شي.

کرکټ ایرلنډ بیا ټینګار کړی چې د لوبغاړو، چارواکو او مینه‌والو د خوندیتوب لپاره ټول اړین امنیتي ترتیبات نیول شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here